په ژنیو کې د ملګرو ملتونو په دفتر او د سویس په نورو نړیوالو سازمانونو کې د چین دایمي استازي چن شيو د جولای په ۴مه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا د ۵۹مې غونډې په چوکاټ کې د تخنیکي مرستو په تړاو کلني سیمینار کې د څه باندې ۷۰ هېوادونو په استازيتوب له مصنوعي ځیرکتیا په کار اخيستنې ټولو وګړو ته د بې خنډه او لاسرسي وړ چاپېریال د جوړولو تر سرلیک لاندې ګډه وینا وکړه.
نوموړي په دې وینا کې درې فقره ييز وړانديز وکړ:
۱. د انسانانو په اړتياوو دې تمرکز وشي او د مصنوعي ځیرکتیا ټېکنالوژۍ باید د بشري حقونو د درناوي، ودې او ساتنې پر اساس پرمختګ وکړي.
۲. پر پراخو ګټو او ټولشموليت دې ټينګار وشي، د مصنوعي ځیرکتیا د پرمختګ له نعمت څخه دې بېلابېلې ټولنیزې ډلې برخمنې شي او د فرصتونو د عادلانه وېش او د ټولشمول او ګټور پرمختګ لپاره دې هڅې وشي.
۳. پر ګټې – ګټې همکارۍ دې ټينګار وشي، له پرمختيايي هېوادونو سره دې زياتې مالي او تخنيکي مرستې وشي او د نړیوالې همکارۍ له لارې دې د مصنوعي ځیرکتیا نړیواله اداره لاښه شي.
































