اوسمان سونکو په دې وروستيو ورځو کې د لومړي ځل لپاره د سېنګال د نوي صدارعظم په توګه چين ته سفر پيل کړی. دا هم له افريقا بهر د هغه لومړی رسمي سفر دی.
هغه د چين له هانګ جو ښار، تيان جين ښار او بېجينګ څخه ليدنه کړې او په بېجينګ کې يې له سي جي ټي اين سره ځانګړې مرکه تر سره کړې.
اوسمان سونکو په مرکه کې د چین د ټېکنالوژۍ د چټک پرمختګ په اړه ډېره حيرانتیا څرګنده کړې او اغېزمن شوی دی.
هغه ويلي، چې هېڅ ملت وروسته پاتې کېدای نه شي. که يو ملت پر ځان باور ولري، نو پرمختګ به کولی شي. اوس چين دغه شان يوه غښتلې نمونه ده.
































