د مزارشریف ښاروالۍ په یاد ولایت کې د خلکو په مالي ملا تړ د ۱۸ بېلا بېلو پروژو چارو د پيل کېدو خبر ورکړی دی. د مزارشریف ښاروال حافظ عبدالرحمن همت ویلي چې په یادو پروژو کې د څلور پلیو لارو جوړول، د نویو څراغونو لګول او د ښار په بېلا بېلو سیمو کې د شنو ځایونو او ګلدانونو جوړول شامل دي. نوموړي زیاته کړه، چې د یادو پروژو په پلې کولو کې سلګونوکسانو ته د کارزمینه هم برابره شوې ده. د یادو پروژو سربېره د مزارشریف ښار په بېلا بېلو برخو کې د ښاروالۍ له بودجې څخه لسګونه نورې پراختیايي پروژې پلې کېږي.
































