د چين صدراعظم لي چيانګ د جولای په ۵مه نېټه د برازيل په ريو دي جانيرو کې د دغه هېواد له ولسمشر لويز لولا سره وکتل.
لي چيانګ په دې لیدنه کې وویل، چين هيله لري، چې له برازيل سره د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د سوداګرۍ، پولي چارو او زيربناوو په برخو کې همکارۍ زياتې کړي. ده زیاته کړه چې چين غواړي له برازيل سره د ملګرو ملتونو، برېکس هېوادونو او جي شل په شمول څواړخيزو ميکانيزمونو کې همغږي پياوړې کړي، د پرمختيايي هېوادونو د يووالي لپاره ګډې هڅې وکړي، د برابرۍ او تنظيم په لوري د نړۍ د څو قطبي کېدو بهير او د ګډو ګټو او ټولشموليت په لوري د اقتصاد د نړيوال کېدو بهير ته وده ورکړي او نړيوال ثبات ډاډمن کړي.
لولا وويل، چې برازيل له چين سره د اړيکو ټينګښت ته په درنه سترګه ګوري او غواړي، چې له چين سره د دواړو هېوادونو د مشرانو د مهم ګډ توافقات عملي کړي، د لوړې کچې تګ راتګ زيات کړي او د سوداګرۍ، ساينس او ټېکنالوژۍ، پولي چارو، فضانوردۍ او له اقليمي بدلون سره د مبارزې په شمول همکارۍ پياوړې کړي.
































