د متحده عربي اماراتو حکومت له خپلو زندانونو څخه ١١ تنه افغان بنديان خوشې کړي دي. په دغه هېواد کې د افغانستان کونسل جنرال مسعود عزيزي ویلي، چې دغه افغان بنديان د دوى په هڅو خوشې شوي دي. هغه زياته کړې چې دغه افغانان د اماراتو د رآس الخېمه ښار په زندان کې د بېلا بېلو جرمونو په تړاو بنديان وو. عزيزي ويلي، چې په متحده عربي اماراتو کې ددغو خوشې شويو کسانو د اړوندو کارونو خلاصولو وروسته به ډېر ژر افغانستان ته ولېږل شي. د نوموړي په وينا، ډېر ژر به څو تنه نور افغانان هم ددغه هېواد له زندانونو څخه خلاص او هېواد ته ولېږل شي.
































