د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي، چې د اېلان ماسک د نوي سیاسي ګوند جوړول هسې یوه مسخره ده او دا به یوازې د امریکا په سیاست کې ګډوډي رامنځته کړي. اېلان ماسک د ټرمپ د نوې مالیاتي او لګښتونو لایحې په ځواب کې د «امریکا ګوند» په نوم د یوه نوي سیاسي خوځښت د جوړېدو اعلان وکړ. هغه ویلي دي، چې دا لایحه هېواد د افلاس له ګواښ سره مخ کوي او دی غواړي د کانګرس هغه جمهوري غوښتونکي غړي چې په راتلونکو دورهيي منځمهالي ټاکنو کې یې د دې لایحې ملاتړ کړی و ګوښه کړي. د ټرمپ او اېلان ماسک ترمنځ اړیکې تر هغې وروسته ترینګلې شوې، چې د ټېسلا برېښنايي موټرو لپاره د مالیې تخفیفونه د مالیې جنجالي لایحې له مخې له منځه یوړل شول. ټرمپ دا خبرداری هم ورکړی، چې د ماسک له ټېسلا او اېکس سپېس شرکتونو سره د مېلیاردونو ډالرو قراردادونه او حکومتي مرستې به کمې شي.
































