د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ منلې چې په کرونا د خپلې نږدې سلاکارې هوپ هېکس اخته کېدو پسې اوس پخپله دی او لومړۍ مېرمن يې په کرونا وبا اخته شوي دي. ولسمشر ټرمپ پر خپله ټوېټر پاڼه لیکلي، چې د هوپ هېکس د کرونا ازموینه مثبته ده. ۳۱ کلنه هېکس د ولسمشر تر ټولو نږدې سلاکاره ده چې په کرونا وبا اخته شوې ده. نوموړې درې ورځې مخکې د یوې ټلوېزوني مناظرې لپاره د ټرمپ په ځانګړې الوتکه کې له نوموړي سره اوهایو ته تللې وه. د سپینې ماڼۍ خبریالان وايي، نوموړې په چورلکه کې له ټرمپ سره نږدې ناسته وه.
































