د چين صدراعظم لي که چيانګ پر ځايي وخت د جولای په اوومه نېټه د برازيل په ريودي جانيرو ښار کې د سوداګرۍ د نړيوال سازمان له عمومي مديرې نګوري اوکونجو ايوالا سره وکتل.
لي چيانګ وويل چې چين به تل څو اړخيزم او ازادې سوداګرۍ ته ژمن وي او غواړي له نړيوالې ټولنې سره ګډې هڅې وکړي تر څو نړيوال اقتصاد بېرته عادي مدار ته ستون شي.
ده دغه راز ویلي چې چين به د دې سازمان له اصلاحاتو او پرمختګ څخه ملاتړ ته ادامه ورکړي، د دې سازمان د واک د بيا تر لاسه کولو، د سوداګريزو اصولو د بشپړولو او د سازمان د وزيرانو په کچه د څوارلسمې غونډې د برياليتوب او لا زياتو لاسته راوړنو لپاره به هڅې وکړي.
نوموړي زیاته کړې چې چین به نور خپلواک او يو اړخيز پرانيستي اقدامات وکړي، د دې سازمان د اصولو او بازاري مقرراتو مراعات وکړي او له بېلا بېلو هېوادونو سره به پرمختيايي فرصتونه شريک کړي تر څو نړيوال ثبات وساتي.
ايوالا ويلي چې سازمان يې له لږ پرمختللو هېوادونو سره د چين د اوږمهاله مرستې او په څو اړخيز سوداګريز ميکانيزم کې د چين مهم رول ستايي او غواړي چې له چين او خپلو نورو غړو هېوادونو سره د نړيوال سوداګريز پرمختګ او اقتصادي سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
































