د ملګرو ملتونو عمومي منشي انتونیو ګوترش یو ځل بیا په نړۍ کې د اوربند غوښتنه کړې ده. ګوترش د عدم تشدد د نړیوالې ورځې په مناسبت خپل پیغام کې ویلي، د سږ کال تر پایه اوربند به رنځ او قحطۍ کمه او د سولې خبرو ته لاره هواره کړي. ملګري ملتونه د اکټوبر دویمه نېټه چې نن ده، د نه تاوتریخوالي نړیوالې ورځې په توګه نمانځي. سږ کال دغه ورځ داسې مهال نمانځل کېږي چې د افغانستان د جګړې ښکېلې خواوې د لومړي ځل لپاره دوحه کې د سولې خبرو ته ناست دي. د دغو خبرو پله پيل ۲۰ ورځې تېرې شوي خو تر اوسه دواړه لوري کومې ښکاره پرېکړې ته نه دي رسېدلي او د تاوتریخوالي کچه هم نه ده کمه شوې.
































