د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د بوليوی ولسمشر لويس البېتو ارسي کاتاکورا د جولای په ۹مه نېټه د دواړو هېوادونو د رسمي اړيکو د جوړېدو د ۴۰مې کليزې په مناسبت يو بل ته د مبارکۍ پيغامونه لېږل.
شي جين پينګ په خپل پيغام کې ويلي، چې چين او بوليوی د وروڼو په شان دوست هېوادونه دي او دواړو خواوو د ګډې علاقې وړ مسئلو کې يو له بل څخه کلک ملاتړ کړی.
ده دغه راز ویلي چې په ګډه يې د کمربند او لارې د باکيفيته ابادۍ کې ډېرې زياتې لاسته راوړنې درلودلې او د خلکو ترمنځ يې دوستي لا ډېره شوې ده.
نوموړي ویلي: د چين او بوليوی د اړيکو پرمختګ ته په درنه سترګه ګورم او غواړم چې له ښاغلي ولسمشر سره يو ځای د دواړو هېوادونو دوديزه دوستي نور پراخه کړو، د چين او بوليوی همکاريزې اړيکې نورې پياوړې کړو او خلکو ته نور زياتې ګټې ورسوو.
ارسي هم په خپل پيغام کې ویلي، چې هېواد يې د اساسي تأسيساتو، تخنيکونو، انرژۍ او روغتيا په برخو کې د چين د ملاتړ او مرستو زیاته ستاينه کوي او چین د سراسري جنوب د يووالي، د لاتيني امریکا او چين ترمنځ د همکارۍ د پياوړتيا، پر عدالت او مساواتو ولاړ ټولشموله نړیوال نظام د جوړولو په برخه کې يې د لار ښوونکي رول لوبولی.
ده دغه راز ویلي چې غواړي د دواړو هېوادونو د خلکو ترمنځ دوستي نوره هم ژوره کړي.































