د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو هېوادونو د کلتور وزيرانو ۲۲مه غونډه په چینګ داو ښار کې په داسې حال کې وشوه چې دغه ښار د سيلانيزو چارو څانګو د مسئولينو د غونډې هم کوربه و او چین د نوبتي رییسه هېواد په توګه د یادو دوو غونډو مشري وکړه.
د شانګهای همکارۍ سازمان د ۱۰ غړيو هېوادونو د کلتور او سيلانيزو چارو مسئولينو او استازو او د دې سازمان سرمنشي په يادو غونډو کې ګډون کړی.
د دې غونډو ګډونوال په دې اند دي، چې په وروستيو کلونو کې د کلتور او سيلانيزو چارو په برخو کې د دې سازمان د غړيو هېوادونو ترمنځ همکارۍ ، راکړه ورکړه او د بېلابېلو هېوادونو د خلکو ترمنځ تګ راتګ زیات شوی دی.
ګډونوالو دغه راز موافقه کړې چې د شانګهای همکارۍ سازمان غړي باید د ګډ پرمختګ په موخه په دوامدار ډول د دغه سازمان مفکورې ته وده ورکړي ، بېلابېلو تمدنونو ته درناوی وکړي او د سيلانيزو چارو په برخه کې همکارۍ ژورې کړي.
































