د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي، د دولت رئيس او مرکزي پوځي کمېټې رئيس شي جين پینګ په وروستيو کې له شان شي ولايت څخه د ليدنې په موده کې پر دې ټينګار کړی چې ځايي حکومت دې د مرکزي سيمو د چټک پرمختګ، د ژيړ سيند پر غاړه د پرتو سيمو د ايکولوژیکي چاپيريال د ساتنې او باکيفيته پرمختګ په اړه د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې ستراتيژيک تربيبات په جدي توګه پلي کړي، د ثبات ساتلو پر بنسټ دې د پرمختګ د موندلو اصل ته دوام ورکړي، په بشپړه او دقيقه توګه دې د نوي پرمختګ مفکوره پلې کړي، د پرمختګ او خونديتوب ترمنځ اړيکې دې همغږي وکړي او د طبیعي سرچينو پر بنسټ دې په اقتصاد کې د بدلون او پرمختګ لپاره نوي ګامونه پورته کړي او په دې توګه دې د چين د عصريتوب نوي پرمختګ ته زمینه برابره کړي.
د جولای په اتمه نېټه شي جين پینګ د دې ولايت ګوندي کمېټې او والي کاري راپورونه واورېدل او په بېلا بېلو برخو کې يې د دوی د لاسته راوړنو د ستاينې ترڅنګ، هغوی ته د راتلونکو کارونو په اړه نوې سپارښتنې وکړې.
هغه دوی ته دا په ګوته کړې چې د چین کمونیست ګوند مرکزي کمېټې شان شي ولایت ته دنده ورکړې چې د طبيعي سرچينو پر بنسټ د اقتصادي بدلون او اصلاحاتو د ازماښتي سيمه جوړه کړي او دا يې يوه مهمه او ستراتيژيکه دنده بللې ده.
نوموړي دغه راز ویلي: بايد فکرونه سره يو شي، ټينګ هوډ ولري او په ټينګه او منظم ډول دې دغه بدلون او پرمختګ پرمخبوزو.
































