د چين صدراعظم لي چيانګ د جولای په ۸مه نېټه د برازيل په ریو دي جانیرو کې د ملګرو ملتونو له سرمنشي انټونيو ګوټريس سره لیدلي دي.
لي چيانګ په دې لیدنه کې ويلي، چې ملګرو ملتونو له جوړېدو راهيسې په تېرو ۸۰ کلونو کې د نړيوالې سولې او امنيت د خونديتوب او د ګډ پرمختګ د پياوړتيا لپاره مهم خدمتونه کړي دي.
ده زیاته کړې چې د نړۍ اوسنی وضعیت د بدلون په حال کې دی او ملګري ملتونه باید خپل رول نور ښه ولوبوي.
نوموړي ویلي چې چين غواړي له ملګرو ملتونو سره د نظريو تبادلې او همکارۍ لا ژورې کړي او په ګډه سره نړيوال نظام په لا عادلانه او معقول لوري برابر کړي.
ګوټريش هم په دې لیدنه کې ويلي، چې ملګري ملتونه غواړي له چين سره همکارۍ نورې ټينګې کړي، د ملګرو ملتونو منشور او نړیوال قانون خوندي وساتي، له څواړخيزتوب ملاتړ وکړي، له يواړخيزتوب سره مخالفت وکړي، په ګډه د اقليمي بدلون د مخنیوي په شمول ټولې نړيوالې ستونزې حل کړي او په نړۍ کې سوله او پرمختګ وهڅوي.
































