د چین د ګوی جو ولایت د نشراتو دفتر د جولای په ۸مه نېټه په یوه خبري ناسته کې د ګویانګ ایکولوژيکي تمدن د سږني فورم د لاسته راوړنو په اړه خبر ورکړ، د ۶۲ هېوادونو او سیمو استازو په سږني فورم کې برخه اخیستلې ده.
خبر وايي، په سږني فورم کې د (۲۰۲۵ ګویانګ هوکړه) او (۲۰۲۵د ګردې نړۍ د ایکولوژیکي تمدن د جوړښت بدلون راپور) په شمول څو راپورونه خپاره شوي. ګډونوالو دا نظر ښودلی چې په سږني فورم کې د لرې لید له لوري د ایکولوژيکي تمدن په اړه د شي جين پينګ مفکورې خپرې شوي، د ایکولوژیکي تمدن د جوړونې ستر بریالیتوبونه او ګټورې تجربې شریکې شوي او د ګردې نړۍ د دوامدار پرمختګ او ایکولوژیکي تمدن په ابادۍ کې د مختلفو خواوو ژورې همکارۍ هڅولې شوي، نو په دغه فورم کې د لیدو وړ بریالیتوبونه تر لاسه شوي دي.
په سږني فورم کې د ۶ اعشاریه ۲ ملیارډه یوانو په ارزښت ۷ همکاریز تړونونه لاسلیک شوي دي.
































