د ملګرو ملتونو د جوړېدو د ۸۰مې کليزې په مناسبت کې، د دې سازمان د بشري حقونو شورا ۵۹مه غونډه د جولای په ۸مه نېټه تر سره شوې او پکې د چين هغه مسوده تصویب شوې چې د پرمختګ له لارې د بشري حقونو پر تامین ټینګار کوي. چين په ۲۰۱۷ کال کې د لومړي ځل لپاره ياده مسوده وړاندې کړې. د بشري حقونو شورا د جولای په ۸مه نېټه له رایګیرۍ پرته د سلامشورو له لارې یاده مسوده تصويب کړې.
په جنيوا کې د ملګرو ملتونو په دفتر او په سويس کې د نړيوالو سازمانونو په استازنځايونو کې د چين دايمي استازي چن شوی د یادې مسودې د تشریح کولو پرمهال ویلي، چې پر دغه مسوده د ټول بشر لپاره د هغوی د حقونو پر ورکړې ټینګار شوی او هيله يې ښودلې، چې دغه مسوده د ټولو د ګډ توافق لامل شي او بېلابېل هېوادونه به له چين سره ريښتنی څواړخيزتوب پياوړی کړي، څو باکيفيته پرمختګ وموندل شي او د ټول بشر حقونه خوندي او پياوړي کړي.
































