په دوبۍ کې د جولای په ۱۰مه نېټه د چین او عربي هېوادونو د اووم نندارتون د معرفت غونډه ترسره شوه.
په دې غونډه کې د چین او عربي هېوادونو د حکومتي او سوداګریزو ادارو او دغه راز نړیوالو سازمانونو د استازو په شمول له ۱۰۰ څخه زیاتو کسانو ګډون کړی و.
د متحده عربي اماراتو د اقتصاد او سیلانۍ وزارت د نړیوالې سوداګرۍ د پرمختګ او سوداګرۍ د هڅولو څانګې مشر رشید په خپله وینا کې د چین او متحده عربي اماراتو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزې همکارۍ د لاسته راوړنو ډېره ستاینه وکړه. هغه وویل: موږ د دې نندارتون له لارې په سوداګرۍ، پانګونې، ټېکنالوژۍ او نورو برخو کې د دواړو خواوو ترمنځ د عملي همکارۍ د لا ژوروالي او په ګډه د سوکالۍ او پرمختګ د نوي فصل د پرانستلو په تمه یو.
د چین او عربي هېوادونو اووم نندارتون به د اګست له ۲۸مې نېټې څخه تر ۳۱مې نېټې پورې د چین د نینګ شیا په این چوان ښار کې ترسره شي.
































