د چین ـ آسیان د بهرنیو چارو وزیرانو غونډه د جولای په ۱۰مه د مالیزیا په کوالالمپور ښار کې ترسره شوه. د چین د کمونست ګوند د سیاسي دفتر غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د فلیپين له استازي سره په ګډه دغه غونډه مشري وکړه. د آسیان ټولو غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو، د آسیان څارونکو او د آسیان عمومي منشي په دې غونډه کې ګډون وکړ.
په دې غونډه کې وزیر وانګ یي د چین او آسیان د همکارۍ لاسته راوړنې معرفي کړې او څلور وړاندیزونه یې کړي دي:
۱. باید په نړۍ کې د عدالت او انصاف بېلګه شوو.
۲. د سیمه ییزې سولې او ثبات د خوندي کولو بېلګه شوو.
۳. د متقابلو ګټو او بریا په برخه کې د همکارۍ بېلګه شوو.
۴. د یو بل د منلو او تبادلو د ودې بېلګه شوو.
































