د چین صدراعظم لي چيانګ پر ځايي وخت د جولای په ۱۰مه نېټه په قاهره کې د مصر له لومړي وزیر مصطفى كمال مدبولي محمد سره خبرې اترې وکړې.
لي چيانګ په خپلو خبرو کې وويل چې چين تل له منځني ختيځ سره په خپلو ډيپلوماټيکو اړیکو پراخولو کې مصر ته لومړيتوب ورکړی دی.
ده ویلي: راتلونکی کال به د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډيپلوماتيکو اړيکو د ټینګېدو ۷۰مه کليزه ولمانځو. نوموړي دغه راز ویلي چې چين غواړي له مصر سره د پرمختيايي ستراتيژيو پيوستون او د کمربند او لارې د ګډې ابادۍ په چوکاټ کې د پانګونې همکارۍ پياوړې کړي.
ده زیاته کړه چې چین علاقه لري چې دواړه هېوادونه د دوه اړخيزې سوداګرۍ د غوره پرمختګ هڅونه وکړي او د برقي موټرو، مصنوعي ځیرکتیا او ډیجیټلي اقتصاد په شمول د نوې انرژۍ په برخو کې همکارۍ پراخې کړي.
نوموړي دا هم ویلي چې چين په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې د لازیات رول د لوبولو لپاره د مصر ملاتړ کوي.
ښاغلي مدبولي په دې لیدنه کې ویلي چې مصر د اقتصادي او ټولنیز پرمختګ په برخه کې د چین له مرستې څخه مننه کوي، او لیواله دی چې له چین سره په ټولو برخو کې همکاري پیاوړې کړي.
































