سږ کال په هغو امريکايي ځواکونو کې چې د خدمت په حال کې دي، د ځان وژنې پېښې د تېر کال په پرتله دېرش سلنه ډيرې شوي دي. د امريکايي چارواکو په خبره، د دغو ځان وژنو ستر لاملونه، په جګړيزو سيمو کې د پوځيانو ګومارنه، له طبيعې افتونو سره مبارزه او د امريکا په ښارونو کې د نا امنیو پېښې دي چېرته چې پوځيان دا ډول سيمو ته د امن او نظم د رامنځ ته کولو په موخه په دندو ګومارل کيږي. امريکايي چارواکي د پوځيانو د ځان وژنې د ډيروالي له کبله انديښمن دي. دوی وايي چې اوس دوې پر دې فکر کوي تر څو په جګړيزو ماموريتونو کې د پوځيانو د دندې موده لنډه او تر څنګ يې د هغوی خونديتوب او روغتيا ته لا ډيره پاملرنه وشي.
































