د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې عمومي منشي او د دولت رئيس شي جين پینګ د جولای په لسمه نېټه د وزيرانو په کچه د نړۍ د تمدنونو ترمځ نړيوال کنفرانس ته د مبارکۍ پيام ولېږه او پکې يې د چين تمدني مفکوره ياده کړې ده. دغه پيغام د تمدني تبادلې او د تجربو د زده کولو له لارې د بشري تمدن د ترقۍ د پرمخ بېولو او د نړيوالې سولې او پرمختګ د ساتلو لپاره د چين زمانيز مسؤليت منعکس کړی دی.
بهرنيو ګډونوالو د نړۍ د تمدنونو په هکله د رئيس شي جين پینګ د وړانديز زمانيز ارزښت او نړيوال خدمتونه ستايلي او ويلي يې دي چې د نړۍ د ډېرو ننګونو پر وړاندې نړيواله ټولنه دې لاسونه سره يو کړي، تمدني ډيالوګ دې پياوړی کړي، يو د بل د تجربو زده کړه دې وکړي او د بېلا بېلو هېوادونو د ولسونو ترمنځ د اړيکو د لا ټينګښت، د بېلابېلو تمدنونو د ګډ موجوديت لپاره دې خپل خدمتونه وکړي.
شي جين پینګ د مبارکۍ پيغام کې دې ته په ګوته کړې چې د تمدنونو تنوع د نړۍ اصلي طبيعت دی. تاريخ ته په کتو سره تمدني سمسورتيا او بشري ترقي د تمدنونو د تجربو له زده کولو سره تړاو لري. د چين هغه ادعا چې بېلا بېل تمدنونه دې يو بل ته درناوی ولري، هم د بهرنيو مېلمنو له خوا ستايل کېږي.
د ملګرو ملتونو د يونيسکو د پخواني عمومي مديرې ارينا بوکوا داسې ويلي چې رئيس شي جين پینګ د سولې، پرمختګ او انساني نېکمرغۍ د پرمخ بېولو لپاره د تمدني ډيالوګ مهم اهميت ډاډمن کړی دی. موږ په يوه ګډه نړۍ کې ژوند کوو، خو بېلا بېل کلتورونه، مذهبونه او ټولنيز نظامونه لري. د نړۍ د تمدنونو په هکله د رئيس شي جين پینګ وړانديز د تمدني تنوع درناوی او د همغږۍ او يووالي پرمخ بېول منعکس کړي دي. نو دا نه يوازې يو وړانديز بلکې د ټولې نړۍ لپاره يوه ډالۍ هم ده.
د مصر پخواني صدراعظم عصام عبد العزيز شرف د دې کنفرانس په اړه ويلي چې که يو پر بل باور او تفاهم ونه لرو او د نظريو تبادله ونه کړو، نو سوله به رانه شي. نو همدا د رئيس شي جين پينګ وړانديز اهميت دی. لکه څنګه چې ويلي مو و، چې د نړۍ د تمدنونو وړانديز د هرم د بنسټيزې ډبرې په څېر دی. د دې وړانديز پر بنسټ موږ سوله، پرمختګ او سمسورتيا رامنځته کوو.
د پاکستان د اطلاعاتو او مطبوعاتو وزير عطاالله تارار د رئيس شي جين پینګ د ياد پيغام په هکله ويلي چې شي جين پینګ وړاندې لید لرونکی رهبر دی، نو وړانديز يې هم له تدبیر څخه ډک او ليد لرونکی دی او د تمدني تبعیض د لرې کولو او د تمدنونو ترمنځ د تبادلې او د تجربو زده کولو د پرمخ بېولو د چين د ټينګې ارادې ښکارندويي کوي. موږ بايد يو بل وپېژنو او یو د بل له تمدنونو څخه زدهکړه وکړو او د نظريو تبادلې وکړو، څو يوه لا ښکلې نړۍ اباده کړو.
اوس مهال نړيوال وضعيت د بدلېدو په حال کې دی او انسانانو د پرمختګ په څلور لاره کې واقع دي. نو د تمدنونو تنوع ته درناوی او د نړيوالې سولې او پرمختګ پرمخ بېول هغه موضوع بلل کېږي چې د انسانانو له برخليک سره تړاو لري. په کنفرانس کې بهرنيو مېلمنو هم ويلي چې له څه باندې دوو کلونو راهيسې د نړۍ د تمدنونو وړانديز ورځ تر بلې د نړيوالو له خوا منل او ستایل کېږي. ډېرو هېوادونو د دې وړانديز د پلي کولو لپاره هڅې کړې چې نړۍ ته يې ثابت عوامل وړاندې کړي دي.
د اسلامي نړۍ د علومو، ساينس او کلتور سازمان عمومي مدير هم د دې کنفرانس په هکله داسې ويلي چې ټولو ته معلومه ده چې چين د سولې، پرمختګ او تمدني ډيالوګ هڅوونکی دی او په پر له پسې توګه يې د نړۍ د تمدنونو وړانديز پلی کړی او په دې سره يې د بېلا بېل تاريخ او کلتورونو لرونکو هېوادونو او خلکو له خوا د سوله ييز ژوند او هوساينې په باب د بحثونو لپاره هڅې کړې چې د نړيوال پرمختګ د پرمخ بېولو لپاره نمونه ګرځېدلې ده.
سربېره پردې په چين کې د بوليويا سفير هوګو سليس هم په دې اړه ویلي چې موږ د نړۍ يوه برخه یو، نو بېلا بېل تمدنونه دې متقابل تفاهم او باور ته اړتيا لري او د تجربو د زده کولو له لارې دې يووالی لا پياوړی او د ډيالوګ له لارې لا ښکلې نړۍ اباده کړو.
































