د چين د بهرنيو چارو وزارت وياند د جولای په ۱۲مه نېټه اعلان کړی، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړيو د بهرنيو چارو وزيرانو شورا غونډه به د جولای په ۱۵مه نېټه په تيان جين ښار کې تر سره شي. د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او بهرنيو چارو وزير وانګ يي په بلنه به د دغه سازمان د نورو غړيو بهرنيو چارو وزيران او د دې سامان د دايمي څانګې مسئولان په کې ګډون وکړي. بېلا بېلې خواوې به په بېلا بېلو ساحو کې د شانګهای همکارۍ سازمان د همکاريو او د مهمو نړيوالو او سيمه یيزو مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړي.
د یادونې وړ ده چې د هند بهرنيو چارو وزير جيشنکر به په دغه غونډه کې ګډون وکړي او له چين څخه به ليدنه هم وکړي.
































