د ملګرو ملتونو د یونیسکو سازمان د نړیوالو میراثونو غونډه د جولای په ۱۱مه نېټه د فرانسې په پاریس کې ترسره شوه او پکې د چین د شي شیا امپراتوري مزار د نړۍ د میراثونو په لېست کې شامل شو. دغه راز په چین کې د نړیوالو میراثونو شمېر ۶۰ ته رسېدلی دی.
د شي شیا په نوم امپراتوري مزار د چین د نینګ شیا د هوی کورواکې سیمې په ین چوان ښار کې پروت دی او د شي شيا له امپراتورۍ مودې راهیسې تر ټولو لويې پیمانې، لوړه کچه لرونکې لرغوني میراث ګڼل کېږي او د ورېښمو په لرغونې لاره کې د دې امپراتورۍ مودې د محور هویت انعکاس دی. دغه لرغونی میراث د نړۍ د تمدن په تاریخ کې تلپاتې ځای لري.
































