د چين د کمونېست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي، بهرنيو چارو وزير وانګ یي د جولای په ۱۱مه نېټه د ماليزيا په پلازمېنه کولالمپور کې د امريکې د بهرنیو چارو له وزیر مارک روبيو سره وکتل. دواړو خواوو د دوه اړخيزو اړيکو او د ګډې علاقې وړ مسئلو په هکله د نظريو تبادله وکړه.
وانګ يي په هراړخيزه توګه د دوه اړخيزو اړيکو د پرمختګ په هکله د چين اصول او موقف څرګند کړ او پر دې يې ټينګار کړی، چې دواړه خواوې بايد د دواړو هېوادونو د مشرانو مهمې ګډې نظريې عملې کړي. هغه هیله څرګنده کړه چې امريکا په عيني، منطقي او عملي رويه چين ته وګوري او په سوله کې د ګډ ژوند، د ګډو ګټو پر بنسټ د همکاريو په هدف د چين په هکله تګلارې طرحې کړي، د مساواتو، درناوي او ګډو ګټو د مشارکت له لارې له چين سره همغږۍ وکړي او په ګډه په نوې موده کې د دواړو هېوادونو تر منځ د سمې اړيکې ټينګولو لاره ولټوي.
دواړو خواوو په اتفاق سره دا نظر ښودلی، چې دغه ملاقات فعال، واقعي او مثبت رول لري او د ډيپلوماتيکو لارو د پياوړتيا او په بېلا بېلو ساحو کې د مختلفو کچو د تګ راتګ سره موافقه يې څرګنده کړې ده.
































