د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر ملا خیرالله خیرخواه له رسنیو سره په تازه مرکه کې ویلي، چې سرپرست حکومت د رسميت پېژندنې لپاره ټول شرایط برابر کړي دي. هغه د روسیې وروستۍ پریکړې ته په اشارې له نورو هیوادونو هم غوښتي چې سرپرست حکومت په رسمیت وپیژني. نوموړي زیاته کړې نړیواله ټولنه باید واقعیتونه ومني. په افغانستان کې امنیت ټینګ شوی، د مخدره توکو تولید بند شوی او فساد له منځه تللی دی. دا لاسته راوړنې نه یوازې د افغانستان لپاره بلکې د ټولې نړۍ لپاره مهمې دي.
































