د چين د ګمرکونو عمومي ادارې مرستیال وانګ لینګ جون د جولای د ۱۴مې نېټې په سهار وویل، چې دغه هېواد او امريکا اوس مهال د لندن چوکاټ د نتایجو د عملي کولو هڅې زیاتوي.
هغه پر دې ټينګار وکړ چې د جنیوا اجماع او د لندن چوکاټ په سختۍ سره تر لاسه شوي، تور لګول او جبر هېڅ نتیجه نلري، خبرې اترې او همکاري سمه لاره ده.
ده هیله ښودلې چې امريکا له چین سره همکارۍ ته دوام ورکړي، د نړیوالې سوداګرۍ سیسټم بیرته د انصاف او پرانیستنې لارې ته برابر کړي او د نړیوال اقتصاد بیا رغونې او ودې لپاره مناسبه ونډه واخلي.































