آرمنستان وایي،لېواله دي چې د اروپا د امنیت او همکارۍ سازمان له لارې د سولې خبرو ته حاضر شي. دا په داسې حال کې ده چې د نړۍ مشرانو د نګورنو قره باغ لانجمنې سیمې پر سر د آرمنستان او آذربایجان ترمنځ د پیل شوې جګړې د ژر تر ژره درېدو غوښتنه کړې ده. د آرمنستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، دوی د فرانسې، روسیې او متحده ایالاتو له هغې غوښتنې هرکلی کوي چې د شخړې د درېدو غوښتنه په کې شوې ده. د آذربایجان د ولسمشر یوه سلاکار حکمت حسییف خبریالانو ته ویلي، که آرمنستان د وضعیت ښه کول غواړي، باید د نګورنو قره باغ اشغال پای ته ورسوي. د دواړو لورو تر منځ له تېرې یکشنبې ورځې راهیسې د جګړې له امله د ملکیانو په ګډون له ۱۰۰ زیات کسان وژل شوي دي.
































