د چین د ګمرکاتو ادارې د شمېرنې له مخې، د روان کال په لومړی نيمایي کې د چين د صادراتو او وارداتو ارزښت ۲۱۷۹۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې دغه شمېر د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه نهه زياتوالی ښيي.
خبر وايي چې د صادراتو ارزښت ۱۳۰۰۰ ميليارډه يوانه و چې دغه رقم د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې اووه اعشاريه دوه زيات شوی دی.
د دغه شمېرنې له مخې د وارداتو ارزښت ۸۷۹۰ ميليارډه يوانو ته رسېدلی چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله په سلو کې دوه اعشاريه اووه ټيټوالی ښيي.
خبر دغه راز وايي چې په تېر جون کې د صادراتو او وارداتو مجموعي اندازه بېرته د لوړېدو په حال کې ده.
































