د جاپان د تېري ضد جګړې او د فاشيزم ضد نړيوالې جګړې د برياليتوب د اتيايمې کاليزې د يادونې فعاليت به په بېجينګ کې تر سره شي. چين کورنیو او بهرنیو خبریالانو ته په دې فعاليت کې د ګډون بلنه ورکړې ده.
چين د هانکانګ، مکاو او تایوان او د نړۍ د نورو هېوادونو او سيمو خبريالانو ته د مرکو د اسانتياوو د برابرولو لپاره د خبريالانو د نوم ليکنې سيستم پرانيستی دی. په دې سره به خبريالان د دې سيستم له لارې خپل نومونه ثبت کړي چې وخت به يې د جولای له ۱۵مې نېټې څخه تر ۲۹مې نېټې پورې دوام ولري.
































