د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمیټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د جولای په ۱۳مه نېټه په بېجینګ کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سیرګي لاوروف سره وکتل.
د روسيې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو په غونډه کې د ګډون لپاره چین ته راغلی او د وانګ يي له خوا يې هرکلی وشو.
وانګ يي له لاوروف سره په لیدنه کې ویلي چې چین غواړي له روسیې او نورو غړو هېوادونو سره په ګډه د تیان جین سرمشریزې لپاره چمتووالی ونیسي او د شانګهای همکارۍ سازمان د جوړولو کار یوې نوې کچې ته ورسوي.
نوموړي ویلي، روان کال د جاپاني تیري پر وړاندې د چینایانو د مقاومت د جګړې د بریا له ۸۰مې کلیزې سره برابر دی .
دی وايي چې چین او روسیه باید د دوهمې نړیوالې جګړې د بریا د ۸۰مې کلیزې په مناسبت د یادګاري فعالیتونو لړۍ هم ترسره کړي.
لاوروف هم په دې لیدنه کې وویل، روسیه غواړي له چین سره ګډ کار وکړي ترڅو د دواړو هېوادونو د مشرانو تر ستراتیژیکې لارښوونې لاندې د روسیې او چین په اړیکو کې نوې لاسته راوړنې ومومي.
































