د جلال آباد ښاروالۍ مسوولینو د دغه ښار په اوومه ناحیه کې د ۱۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت د ۱.۱۸ کیلو متره سړک د کانکرېټ کولو چارو د پیل کېدو خبر ورکړی دی. د جلال آباد ښاروالۍ ویلي چې د اوومې ناحیې په ۲۲ ګذر کې د ۱.۱۸ کیلو متره په اوږدوالي او ۵ متره سور په درلودلو سره د سړک کانکریټ کولو چارې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۱.۲ میلیونه افغانیو په لګښت پیل شوې، چې په کې ۸۶ کسانو ته د کارزمینه برابره شوې او چارې به یې په څلورو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.
































