ټرمپ په کرونا تر اخته کېدو وروسته په روغتون کې بستري شوی دی. د امریکایي رسنیو د راپورونو له مخې په واشنګټن کې په بتزدا نظامي روغتون کې د هغه لپاره کاري دفتر جوړ شوی دی او دی به له بستر سره هم مهاله د حکومت چارې هم مخ ته وړي. تېره ورځ امریکايي رسنیو راپور وکړ چې ټرمپ او مېرمن یې په کرونا ویروس اخته شوي دي خو وضعیت یې ښه دی. بلخوا جوبایډن بیا په کنایي ډول ویلي اوس باید پوه شئ چې ټولنیزه فاصله او د ماسک اغوستل ګټور کار دی. ټرمپ داسې مهال په کرونا اخته کېږي چې شاوخوا یوه میاشت د امریکا ولسمشریزو ټاکنو ته پاتې ده او د مخکښو نوماندانو ترمنځ شدید ټاکنیز کمپاین روان دی.
































