د چین د تیان جو نهمه بار وړونکې فضايي بېړۍ د جولای د ۱۵مې نېټې سهار وختي په ۵ بجو ۳۴ دقیقو د CZ_7 د یاو ۱۰ نمبر راکټ په وسله د چین له ون چانګ توغوونکي ډګر څخه فضا ته وتوغول شوه.
له توغولو لس دقیقې وروسته، دغه فضايي بېړۍ له راکټ څخه جلا ، ټاکلي مدار ته داخل او د توغولو دغه ماموریت بریالی شو.
دغه فضايي بېړۍ د همدې ورځې سهار په ۸ بجو ۵۲ دقیقو د تیان هه له فضايي سټېشن سره یو ځای شوې ده.
ټاکل شوې چې د شن جو د شلم نمبر فضايي بېړۍ ستورمزلي به د تیان جو نهمې بار وړونکې فضايي بېړۍ ته داخل او د پلان مطابق به د توکو لیږدول او اړوند کارونه به پيل کړي.
































