د چين د بهرنیو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۱۴مه نېټه په بېجينګ کې په ترتيب سره د مالتا له مرستيال صدراعظم يان بورګ، د بريتانيا د لومړي وزير د ملي امنيت له سلاکار جوناسن پووېل او د هند له خارجه وزير سوبراهمانيان جايشانکار سره خبرې اترې کړې.
وانګ يي له ايان بورګ سره په خبرو کې ویلي، چې هېواد يې غواړي له مالتا سره د لويو او مهمو مسئلو په اړه خپلې کړې ژمنې عملي کړي او متقابلې ګټې لرونکې همکارۍ لا ژورې کړي. د هغه په وينا، چين او اروپا سيالان نه، بلکې ملګري دي ، نو بايد د خبرو او همکاريو پر بنسټ خپلمنځي اړيکو ته پرمختګ ورکړي.
وانګ يي دغه راز له جوناسن پووېل سره په خبرو اترو کې ويلي، چې هېواد يې د بريتانيا د هغه وړانديز ستاينه کړې، چې له چين سره د متقابل درناوي پر اساس دوامداره او تلپاتې اړیکې غواړي. د هغه په خبره، چين غواړي له بريتانيا سره همکارۍ او تبادلې پياوړې کړي، څو دوه اړخيزو اړيکو ته پرمختګ ورکړي.
وانګ يي همدارنګه د هند له بهرنیو چارو وزیر سوبراهمانيان جايشانکار سره په خبرو اترو کې ويلي، چې تېر کال د چين دولت رئيس شي جين پينګ او د هند صدراعظم نارندرا مودي په کازان کې د لیدنې پرمهال مهم توافقات کړي او د دواړو هېوادونو د اړیکو د پرمختګ لوری يې روښانه کړی. د هغه په خبره، چين غواړي له هند سره تبادله او همغږي لا ټينګه کړي، څو د نړۍ څو قطبي کېدل او د اقتصاد نړيوال کېدل پياوړي کړي، په ګډه د سراسري جنوب مشترکه ګټه خوندي وساتي او د سیمې سولې، ثبات، پرمختګ او سمسورتيا ته وده ورکړي.
































