یونان وايي له دې وروسته به په خپله خاوره کې پر افغان او پاکستاني کډوالو څارنه او محدودیتونه ډېروي. د یونان حکومت په تازه څرګندونو کې ویلي چې د یادو دوو هېوادونو کډوالو په یونان کې په ګڼو ورانکاره فعالیتونو کې لاس لرلی دی نو له همدې امله به پر دوی څارنه ډېروي. سرچینه کاږي چې د یادو کډوالو اړیکې به څاري، فعالیتونه به یې کنټرولوي او په ځینو مواردو کې به محدودیتونه ورباندې وضع کوي. یوناني امنیتي ادارې وایي چې څه موده وړاندې د کډوالو په ستر کمپ کې اورلګېدنه هم د یادو هېوادونو د کډوالو له ورانکارۍ رامنځ ته شوې وه چې له امله یې زرګونه کډوال بې سرپنا شول.
































