د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای په ۱۵مه نېټه په بېجينګ کې د استراليا له صدراعظم انتوني البانيز سره وکتل.
صدراعظم البانيز چين ته په رسمي سفر راغلی دی.
شي جين پينګ له نوموړي سره په لیدنه کې ویلي، د چين او استراليا تر منځ اړيکې د دواړو خواوو د ګډو کوښښونو په رڼا کې له ستونزو څخه راوتلې او ښې شوې دي.
ده زیاته کړې چې چين او استراليا بايد لومړی د ستراتيژيک متقابل باور لوړولو ته دوام ورکړي، په دویم قدم کې بايد د متقابلو ګټو پر اساس ولاړې همکارۍ ژورې او پراخې کړي.
ده دغه راز ویلي چې په درېیم قدم کې باید په پراخه کچه د خلکو ترمنځ راشه درشه وده وکړي او په څلورم قدم کې بايد په ګډه د خطرونو او ننګونو د لرې کولو لپاره اقدامات غوره شي.
البانيز ويلي چې د استراليا او چين تر منځ اړيکو په وروستيو کلونو کې مثبت پرمختګ کړی دی. ده زیاته کړې چې استراليا غواړي چې د څو اړخيزتوب د ساتنې، د ملګرو ملتونو د مهم رول د ملاتړ، د ازادې سوداګرۍ او د نړيوال تجارتي سازمان قواعد د خوندي کولو او د نړيوالې ټولنې د لا ثبات او ډاډمنتيا د رامنځته کولو لپاره ګډ کوښښونه وکړي.
































