د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۵مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د روسيې له بهرنيو چارو وزير سيرګي لاوروف سره وکتل.
شي جين پينګ د لاوروف له لارې ولسمشر ولاديمير پوتين ته خپلې نيکې هيلې وړاندې کړې.
شي جين پينګ دې ته په اشارې سره چې دواړه هېوادونه بايد په ښه توګه د ده او ولسمشر پوټين ګډ توافقات عملي کړي، وویل د چين او روسيې ترمنځ هراړخيز ستراتيژيک شريکات دې لا ټينګ کړي، په څواړخيزو ميکانيزمونو کې دې متقابل ملاتړ پياوړی کړي، د پرمختګ او امنيت ګټې دې وساتي، سراسري جنوب هېوادونه دې يو موټی کړي او د نړۍ د لا عادلانه نظام د جوړولو لپاره دې ګډې هڅې وکړي.
ده زیاته کړه، شانګهای همکارۍ سازمان د اسيا او اروپا د سولې، ثبات او پرمختګ لپاره مهم رول لوبوي، چين او روسيه د دغه سازمان بسنټګران دي او بايد د دغه سازمان د پراختيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
لاوروف شي جين پينګ ته د ولسشمر پوتين نيکې هيلې وړاندې کړې.
نوموړي وویل، چې روسيه له چين سره اړيکو ته په درنه سترګه ګوري او غواړي له چين سره د لوړې کچې تګ راتګ ته دوام ورکړي، همکارۍ پياوړې کړي او په نړيوالو او سيمه ييزو چارو کې همغږي پياوړې کړي.
































