د چين دولت رئيس شي جين پينګ د جولای د ۱۵مې نېټې په سهار په بېجينګ کې د خلکو په لوی تالار کې له هغو خارجه وزيرانو او د دايمي سازمانونو له هغو مسئولينو سره کتلي، چې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو شورا د غونډې لپاره چين ته راغلي دي.
شي جين پينګ په کتنه کې دې ته په اشارې ويلي، چې شانګهای همکارۍ سازمان د جوړېدو له ۲۴ کلونو راهيسې د شانګهای روحيې پر اساس پراختيا موندلې او د ژوند قوي ځواک يې ښودلی دی. د دغه سازمان د غړو هېوادونو ترمنځ سياسي باور لا ټينګ شوی، د بېلا بېلو برخو په همکاريو کې ښې پايلې تر لاسه شوي، د زمانې له پرمختګ او د مختلفو لورو له اړتياوو سره سمون لرونکې د سيمه ييزې همکارۍ لار پيدا شوې او د نوي ډول نړيوالو اړيکو نمونه جوړه شوې ده.
شي جين پينګ دغه راز ويلي، چې چين د تېر کال له جولای راهيسې د شانګهای همکارۍ سازمان د نوبتي رئيسه هېواد دنده پر غاړه اخيستې او د فعاليتونو د جوړونې او د همکاريو د پياوړتيا لپاره يې ډېرې هڅې کړي او له نورو خواوو سره يې د دغه سازمان د ابادۍ ګامونه پورته کړي دي.
په تيان جين ښار کې به د شانګهای همکارۍ سازمان سږنۍ سرمشريزه تر سره شي. شي جين پينګ په دې اړه تمه ښودلې، چې په تيان جين کې د نورو غړو هېوادونو له مشرانو سره د دغه سازمان د پرمختګ په اړه بحثونه وکړي.
































