د کډوالو او بېرته راستنېدونکو چارو وزارت او د «ودان افغانستان» موسسې ترمنځ د دوه میلیونه، ۲۵۸ زره او ۵۵۳ امریکايي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړ. د یاد وزارت د معلوماتو له مخې، یاده موسسه به دغه پیسې د مدني اسنادو په اړه د حقوقي مشورې ورکولو، د ماشومانو د ساتنې او ۲۳۹ زره او ۹۸۴ نغدي به له بېځایه شویو، راستنو شویو او کوربه ټولنو سره د هېواد په ۳۰ ولایتونو کې ولګوي.
































