د چین د نړیوالې اکمالاتي لړۍ د هڅولو درېیم نندارتون د جولای په ۱۶مه نېټه په بېجینګ کې پرانیستل شو. د جنوبي افریقا مرستیال ولسمشر په شمول د نړۍ له ۱۰۰ څخه زیاتو هېوادونو، سیمو او نړیوالو سازمانونو څه د پاسه ۱۱۰۰ استازو په پرانیستونکو مراسمو کې ګډون وکړ.
” د چین د نړیوالې اکمالاتي لړۍ د هڅولو درېیم نندارتون لپاره د بیجینګ وړاندیز” په پرانیستونکو مراسمو کې خپور شو.
دغه نندارتون د جولای له ۱۶مې نېټې څخه تر ۲۰مې نېټې پورې تر سره کېږي او اصلي موضوع يې د نړۍ نښلول او د راتلونکي جوړول دي.
































