ننګرهار کې شینوارو ولسوالۍ مقام ته څېرمه موټربم چاودنه شوې. د والي ویاند عطاالله خوږیاڼی وایي، د دوی لومړني معلومات ښیي چې په دې پېښه کې ۱۵ کسان وژل شوي او ۳۲ نور ټپیان دي. هغه زیاته کړې، چې د وژل شویو او ټپیانو د هویت په اړه به وروسته رسنیو سره معلومات شریک کړي.
































