د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د سیاسي بیورو غړي او د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي د جولای په ۱۵مه نېټه په تیان جین ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان د غړو هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو شورا د غونډې مشري وکړه.
وانګ یي د شانګهای همکارۍ سازمان د راتلونکي پرمختګ لپاره ۵ وړاندیزونه وړاندې کړل.
ده وویل چې لومړی باید اصلي موخه هیره نه شي او د “شانګهای روحیې” ته وده ورکړل شي. دوهم باید په ګډه خوندیتوب او امنیت وساتل شي او خطرونه لرې کړل شي. درېیم، متقابلې ګټې او بریا وې وموندل شي او د پرمختګ انجن جوړ شي. څلورم، دوستانه او ښه ګاونډیتوب وساتل شي او سیمې ته د یوه ګډ کور په سترګه وګورو او په ګډه يې د جوړولو لپاره هڅې وکړو. پنځم، پر سمې لارې او عدالت ټینګار شي.
وانګ یي اعلان وکړ چې د شانګهای همکارۍ سازمان سرمشریزه به د اګست له ۳۱مې نېټې څخه د سپتمبر تر لومړۍ نېټې پورې په تیان جین کې ترسره شي.
دی وايي چې په دې سرمشریزه کې به له ۲۰ څخه زیاتو هېوادونو او د ۱۰ نړیوالو سازمانونو مشران ګډون وکړي.
































