چیو شه مجلې د جولای په ۱۴مه نېټه د چین د کمونیست ګوند د مرکزي کمېټې د عمومي منشي، د دولت رئیس او د مرکزي پوځي کمېسیون د رئیس شي جین پینګ یوه مهمه مقاله خپره کړه چې عنوان یې دی د لوړې کچې پر ورخلاصون ټینګار کوو.
په دغه مقاله کې د ۲۰۱۲ کال له ډسمبر څخه د ۲۰۲۵ کال تر اپریل پورې د رئیس شي جین پینګ لخوا مهمې څرګندونې لیکل کېږي.
شي جین پينګ په دې مقاله کې د ورخلاصون پر دوام ټینګار کړی او ویلي يې دي چې د بهرنۍ پانګې د کارولو په اړه د چین پالیسي نه ده بدله شوې او نه به بدله شي.
هغه وايي چې چین پر سم لوري د نړیوال اقتصاد پر برابرېدو، د سوداګرۍ او پانګونې پر ازادۍ، اسانتیاوو رامنځته کېدو او واقعي څو اړخیزم ټینګار کوي او د سوداګرۍ له ساتنې سره مخالفت کوي.
































