وروسته تر هغه چې ترکیې، د ارمنستان او اذربایجان ترمنځ په جنجالي سیمه نګورنو قرهباغ کې د جګړې پر مهال د اذربایجان ملاتړ وکړ، د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو، ترکیې ته خبرداری ورکړی دی. پومپیو ویلي، ترکیه دې په سیمه کې له پارونکو کړنو ډډه وکړي. هغه زیاته کړې، ارمنستان او اذربایجان دې هم خپلې ستونزې د خبرو له لارې حل کړي، ځکه دده په خبره، هیڅ ډول ستونزه د جګړو له لارې د هواري وړ نه ده. پومپیو زیاته کړې، له اذربایجان څخه د ترکیې ملاتړ ستونزه لا پېچلې کوي نو غوره ده د سیمې ثبات لپاره له پارونکو اقداماتو ډډه وشي. ترکیې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
































