په داسې حال کې چې د امریکا ټاکنو ته د ګوتو په شمېر ورځې پاتې دي، په یاد هېواد کې لاریونونه او وسله وال بریدونه ورځ تر بلې د ډېرېدو په حال کې دي. سي ان ان وایي، د امریکا یو شمېر ښاري حکومتي چارواکي، فدرالي او سیمهییز قانون پلي کوونکي د راتلونکو ټاکنو په اړه اندېښمن دي. یادو چارواکو سي ان ان سره خبرو کې ویلي، ښاري حکومتونه په دې هڅه کې دي چې د راتلونکو ټاکنو پر مهال د ګډوډیو مخه ونیسي. راپور کاږي، یو شمېر شرکتونه، افراد او ځینې چارواکي بیا هڅه کوي چې د ګډوډیو په جوړولو سره د ټاکنو پایلې د ځان په ګټه راوڅرخوي. چارواکو ویلي، چې دوی ان اوس لا له مدني ناکراریو او تاوتریخوالي سره د مبارزې پر پلانونو بوخت دي. د سنسناټ ښاروال جان کرینلي چې د پولیس قومندانانو د کاري ځواک مشري هم پر غاړه لري ویلي، دی اندېښمن دی ځکه وېره لري چې ښایي د رایو شمېرنه په اوونیو او ان میاشتو وخت ونیسي چې دا چاره به د ګډوډیو لامل او امریکا به له بېساري کورینو ناکراریو سره مخ کړي.
































