د شي جین پينګ د مفکورو او ویناوو له محتویاتو جوړ درې کتابونه «د تعلیم مفکوره»، «د شي جین پينګ د کلتوري مفکورې د زده کړو خلاصه» او «د ګرمو شېبو نږدې نما» په اړه د دودیزې چینې ژبې په خط تازه په دې وروستيو کې په هانکانګ کې د اېس يوو پي مطبعې له خوا خپاره شول.
د دې کتابونو د پرانیستې مراسم د جولای په ۱۶مه نېټه د هانکانګ د کتاب نندارتون د پرانیستې په لومړۍ ورځ ترسره شول.
دغه کتابونه به د نوې زمانې لپاره د چين ځانګړتيا لرونکي سوسياليزم په اړه د شي جين پينګ د مفکورو، د شي جين پينګ د کلتوري مفکورو او د چين د ښوونيزو چارو په اړه د سیسټم او ژور تفاهم په برخه کې د هانکانګ او مکاو له لوستونکو سره مرستې وکړي، د دولت، ملت او کلتور په اړه به د دوی د پېژندې کچه لا لوړه کړي او د دوی لارښوونه به وکړي، چې د هېواد د نورو قومونو له خلکو سره په يووالي د چيني ملت د بيا سمسورتيا لپاره ګډې هڅې وکړي.
































