د چین د دولت رئیس شي جین پینګ د جولای په ۱۶مه نېټه د نايجريا د پخواني ولسمشر محمدو بوهاري د مړينې په مناسبت د دې هیواد اوسني ولسمشر بولا تينوبو ته د تسليت پيغام لېږلی دی. هغه د چین د حکومت او خلکو په استازيتوب د بوهاري خپلوانو، د نایجریا حکومت او خلکو ته د ژورې همدردۍ او ډاډګيرنې مراتب څرګند کړي دي.
شي جین پینګ وویل، پخوانی ولسمشر بوهاري د نایجریا یو مهم مشر ، د نایجیریا د ملي شرایطو سره سم د پرمختګ لارې لټولو ته ژمن و.
په پيغام کې دغه راز راغلي چې بوهاري د نايجريا د ملي یووالي او پرمختګ په لاره کې ونډه اخیستې، په نړیواله ټولنه کې یې شهرت درلود او د خپل ژوند په اوږدو کې يې له چین سره په دوستۍ ټینګار درلود او په فعاله توګه یې د چین – نایجریا دوستۍ او د چین – افریقا دوستانه همکارۍ ته وده ورکړه.
شي جین پيګ د هغه پر مړینه خواشيني ښودلې او ویلي يې دي چې د هغه مړینه د نایجریا خلکو ته یوه لویه ضایعه ده او چین هم یو ملګری له لاسه ورکړی دی. چین له نايجريا سره د اړیکو پراختیا ته ډیر اهمیت ورکوي او هيله لري، چې له نایجریا سره د هراړخيزو ستراتيژيکو همکاريزو اړيکو د دوامدارې پراختیا لپاره هڅه وکړي.
































