د چين کمونيست ګوند د مرکزي کمېټې د سياسي بيورو غړي او د بهرنيو چارو وزير وانګ يي د جولای په ۱۶مه په تيان جين ښار کې د شانګهای همکارۍ سازمان له عمومي منشي نورلان یرمِکبایف، د ازبکستان له بهرنیو چارو وزير بختیار سعيدوف، د تاجکستان له بهرنیو چارو وزير سراج الدین مهرالدین، د پاکستان له مرستیال صدراعظم او بهرنیو چارو وزیر اسحاق ډار، او د ایران له بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره جلا جلا لیدنې کړې دي.
وانګ يي د نورلان یرمِکبایف سره د لیدنې پر مهال وويل، له هغه راهيسې چې چين د شانګهای همکارۍ سازمان مشري پر غاړه اخيستې، له ۹۰ څخه زيات فعاليتونه یې ترسره کړي او يو لړ عملي همکارۍ يې پيل کړي.
ده دغه راز ویلي چې د دوی موخه دا ده چې د غړو هېوادونو ترمنځ یووالي ته وده ورکړل شي او دغه سازمان لا پیاوړی او اغېزناک شي.

هغه له ډار سره د لیدنې پر مهال وويل، چې د چين او پاکستان دوستي بې سارې، ژوره او ورځ په ورځ ټینګېږي.
نوموړي ویلي چې چين چمتو دی چې له پاکستان سره د دواړو هېوادونو د مشرانو ترمنځ شوي مهم توافقات پلي کړي، د چين-پاکستان د ګډ برخليک ټولنې ابادولو چارو ته وده ورکړي.
دی وايي چې چین د ترهګرۍ پر ضد د پاکستان له مبارزې ملاتړ کوي.

نوموړي دغه راز د ایران له بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي سره په لیدنه کې وويل، چین د ايران د هراړخیز ستراتیژيک شريک دی او چين تل د ایران د ملي حاکمیت او ملي غرور له ساتنو څخه ملاټر کوي.
دی وايي چې چین د زورواکۍ او سياسي ګواښونو پر ضد د ایران له مبارزې او د سیاسي سلامشورو له لارې د خپلو مشروع حقونو خوندي لپاره د ایران له هڅو او له ګاونډیو هېوادونو سره د ښو اړیکو د پرمختګ په برخه کې د ایران د دریځونو ملاتړ کوي.
































