په بېجينګ کې د چين د اکمالاتي ځنځير درېيم نړيوال نندارتون )) له نړۍ سره پيوست او په ګډه راتلونکی جوړول(( په عنوان روان دی.
د دغه نندارتون سويه لوړه او د نړیوالو اکمالاتي ځنځيرونو يو لوی نندارتون بلل کېږي او نړۍ ته يې په پېچلي وضعيت کې د چين د اقتصاد غښتلی ځواک ښودلی دی.
په دغه نندارتون کې د نړۍ د ۷۵ هېوادونو او سيمو ۶۵۱ شرکتونو او سازمانونو ګډون کړی او د بهرنیو ګډونوالو شرکتونو شمېر يې ۳۵ سلنه ښودل شوی، چې دا د تېرې دورې په پرتله ۳ سلنه زياتوالی ښيي. د دې ترڅنګ، څه باندې ۱۷۰ بهرنيو پلاویو له دغه نندارتون څخه ځانګړې لیدنې او سوداګريزې سلامشورې کړې دي.
د چين د اکمالاتي ځنځير سږني نندارتون کې شاوخوا ۷۰ فعاليتونه ترسره شوي او د اکمالاتي ځنځير شرکتونو پکې بېلا بېلې ټولنې جوړې کړې دي، چې په دې سره ګډونوال شرکتونه کولی شي په ډېرې اسانۍ د سوداګرۍ همکاران پيدا کړي.
ولې چين داسې اسانتياوې برابروي؟
د دې پوښتنې ځواب اسان دی، ځکه چين لوی هېواد دی او پراخ بازار لري او په دې برخه کې يې اوږدمهالې هڅې کړې دي.
تایلنډ د سږني نندارتون ځانګړی مېلمه هېواد دی. د تايلنډ د سوداګرۍ وزارت دايمي مرستيال ايکاچات سيتاورارات په خپله وینا کې وویل، چې چين او تايلنډ د خپلمنځي رسمي اړيکو له جوړېدو راهيسې یعنې په تېرو ۵۰ کلونو کې پر متقابلو ګټو لرونکو همکاريو ټيڼګار کړی او هيله يې ښودلې، چې دواړه هېوادونه د اکمالاتي ځنځير نړیوال نندارتون له لارې د اکمالاتي ځنځيرونو وصل پياوړی کړي او د رسيپ (RCEP) په شمول د سیمه ييزو همکاريزو ميکانيزمونو د پياوړتيا لپاره هڅې وکړي.
جنوبي افريقا په لومړي ځل په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. د جنوبي افریقا مرستيال ولسمشر پاول ماشاتيل ويلي، چې دغه نندارتون به د جنوبي افريقا د صاداراتو لپاره زیاتې لارې برابرې کړي او د چين له اکمالاتي ځنځيرونو سره به د ژورو همکاريو پلاټفورم جوړ کړي.
په دغه نندارتون کې د نړيوالو شرکتونو ګډون نه يوازې سوداګريز تګ راتګ پياوړی کوي، بلکې د نړيوالو اکمالاتي ځنځيرونو ترمنځ ژورې همکارۍ هم برابروي.
د چين د اکمالاتي ځنځير په سږني نندارتون کې د ابتکاري ځنځير ځانګړې سيمه هم جوړه شوې، چې پکې د نړيوالو اکمالاتي ځنځيرونو مخکښې لاسته راوړنې نندارې ته وړاندې شوې دي.
د امريکا د نويديا (NVIDIA) شرکت مشر جېنسن هوانګ ویلي، چې د چين د اکمالاتي ځنځير برياليتوب د دوامدار نوښت زېری دی. د سږني نندارتون په پرانيستونکو مراسمو کې د چين د اکمالاتي ځنځير د درېيم نړیوال نندارتون بېجينګ وړانديز هم خپور شوی او له نړیوالو صنعتي او سوداګريزو برخو څخه پکې غوښتنه شوې، چې په ګډه د ځنځير امنيت، ثبات او پرته له ځنډه موثر سيسټم وساتي.
دغه نندارتون نړۍ ته نه یوازې د اکمالاتي ځنځير لاسته راوړنې ښيي، بلکې د نړیوالو سوداګرو ترمنځ هوکړو ته هم لارې برابروي.
چين په ناثابت نړيوال وضعيت کې نړۍ سره نښلوي او د صنعتي ځنځيرونو د همغږۍ او همکاريو له لارې نړیوال اقتصاد ته خوځنده قوت ورکوي او هم د خپل پرمختګ لپاره کلک بنسټ جوړوي.
































