په ملګرو ملتونو کې د چین مرستیال استازي ګنګ شوانګ د جولای په ۱۷مه نېټه د سوریې مسئلې په اړه د امنیت شورا په یوه بېړنۍ غونډه کې وینا وکړه او پر سوریې د اسرائیل بریدونه یې وغندل.
نوموړي وویل، په داسې حال کې چې د سوریې جنوبي برخه کې وضعت ترینګلی دی، اسرائیل په دې وروستیو کې د سویدا، دیلا او دمشق په شمول یو شمېر سیمو او حتی پر سوريي حکومتي ادارو هوايي بریدونه کړي دي. ده ویلي چې د اسرائیل دغه کړنې له نړیوالو قوانینو څخه سرغړونه ، د سوریې پر حاکمیت، امنیت او د خاورو پر بشپړتیا تېری او د دغه هېواد پر سولې، ثبات او سیاسي جریان يې سترې منفي اغېزې کړې دي.
ده زیاته کړې چې چین د دغو کړنو سخته غندنه کوي.
ښاغلي ګنګ شوانګ زیاته کړه، چین پر اسرائیل غږ کوي چې سمدلاسه پر سوریې پوځي بریدونه پای ته ورسوي او د سوریې له خاورو څخه خپل عسکر وباسي.
































