د چین د سوداګرۍ وزارت مسؤل د جولای په ۱۸مه نېټه د دولتي شورا د معلوماتو دفتر د ۱۴م پنځه کلن پلان د لوړ کیفیت بشپړولو په اړه مطبوعاتي غونډه کې وویل، د ۱۴م پنځه کلن پلان له پلي کېدو راهیسې، د چین د مصرفي توکو بازار په نړۍ کې دوهم مقام لري. په تېرو ۴ کلونو کې په چین کې د مصرفي توکو ټول پرچون پلور په اوسط ډول په کال کې ۵،۵ سلنه زیات شوی، او تمه کیږي چې سږ کال به له ۵۰ ټریلیونو یوانو څخه ډېر شي.
د یو لوی اقتصادي او سوداګریز هېواد په توګه د چین مقام نور هم ثابت شوی، او د لوړ کیفیت پرمختګ د پام وړ پایلې ترلاسه کړې دي. د توکو سوداګرۍ په نړۍ کې لومړی مقام لري، او د صادراتو او وارداتو نړیوال بازاري ونډه له ۱۴ سلنې او ۱۰ سلنې څخه ډېره پاتې ده. د خدماتو سوداګرۍ کچه په نړۍ کې دوهم مقام لري.
































